دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۷
د مطلب کود : 173416
اشرف غنی: راتلونکې ریاست جمهوری ټاکنو کې نوماند کیږم
اشرف غنی؛ ولسمشر، صریحآ اعلان کړی چی راتلونکې کال بهار ریاست جمهوری ټاکنو کې نوماند کیږم.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی غنی د بلومبرګ خبری شبکه سره په خبرو کې ریاست جمهوری ټاکنو کې نوماند کیدو سبب خپل ناتمام کارونو پوره کول وبلل.
ښاغلی غنی په داسی حال کې ریاست جمهوری ټاکنو کې نامزد کیدو خبره کوی چی د هغه ډیر سیاسی او قومی متحدان، د هغه اردو پریښیدو او هغه په وړاندی دریدلی دی.
اشرف غنی منتقدان هم وایی چی ولسمشر ولایتی سفرونه د هغه ځینی تبلیغاتی برنامی د هغه ځای او محبوبیت د ډیرولو لپاره دی.
مشخص نه دی چی راتلونکې ریاست جمهوری ټاکنو کې به څوک اشرف غنی ملاتړ وړی. ځینی مخکنۍ خبری د اشرف غنی، داکتر عبدالله عبدالله او سرور دانش اتحاد احتمال په اړه د یو ټاکنیز ټیم په حیث مطرح شوی وو؛ خو ښآغلی عبدالله ددی شایعاتو په ردولو سره ویلی دی چی نه غواړی چی معاون شی.
د یادولو وړ دی چی ټاکنو کمیسیون د ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کیدو دقیق نیته ۱۳۹۸ کال حمل میاشتی ۳۱ نیته اعلان کړی او ددی تقویم به اساس، د رای ورکوونکو تقویتی نوم لیکنه قوس ۱ نیټه به شروع او یو میاشت لپاره به ادامه ولری.
 
https://avapress.com/vdchzxnz-23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته