په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پرون په یوه بیان کې وویل، چې تېره شپه د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالی په سنګ زرد کلي کې د افغان پوځ د کمانډو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې وسله وال ووژل شول او څلور نور شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د حمید الله مشهور په تیلاني ډلې درې غړي شامل دي او د یاد ډلې څلور نور وسله وال ټپیان هم شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، د نښتې په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.