دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 173441
ننګرهار کې طالب او داعش وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوی
د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) جنیګیالیو ترمنځ نښته شوې، چې امله یې تر ۲۱ وسله وال وژل شوي.

په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ تازه نښته د خوږیاڼو ولسوالی د زاوې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، په وژل شویو کې ۱۸ وسله وال طالبان او ۳ داعش وسله وال شامل دي.
د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcfjmdyyw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته