دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 173449
طالبانو د جنرال رازق قاتل جسد د فراه چارواکو جسدونو په مقابل کې غوښتی دی
طالبان اعلان کړی دی چی نظامی هلیکوپتر سرنشینانو جسدونه چی فراه په اناردره کې سقوط کړی هغه وخت به دولت ته ورکړی چی جنرال رازق قاتل جسد هغه ډلې ته وسپارل شی.
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فراه ولایتی شورا رییس او نظامیانو جسدونه چی چهارشنبه په ورځ د الوتکې سقوط له امله فراه ولایت اناردره ولسوالی کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، تراوسه خپل کورنیو ته نه دی سپارل شوی او طالبانو په اختیار کې قرار لری.
ناصر مهری؛ فراه والی ویاند وایی چی که څه هم طالبان، غیری نظامیانو جسدونه او هم جمیله امینی؛ فراه ولایتی شورا غړی جسدونه خپل کورنیو ته سپارلی دی؛ خو فرید بختور؛ فراه ولایتی شورا رییس، جنرال نعمت الله خلیل؛ ظفر ۲۰۷ قول اردو معاون او نورو نظامیانو جسدونه سره صلیب او یا دولت ته نه دی سپارلی.
طالبان هم د یو خبرپاڼی په خپرولو سره ویلی دی چی ترڅو چی جنرال رازق باندی بریدکوونکې جسد دولت طالبانو ته ونه سپاری، دا ډله به ددی الوتکې وژل شویو جسدونه و هغوی کورنیو ته نه سپاری.
دا غوښتنه په داسی حال کې مطرح کیږی چی معصوم استانکزی؛ ملی امنیت مشر، نن شنبه د نمایندګانو په مجلس کې وویل چی طالبان په لومړیو کې جنرال رازق قتل مسؤولیت قبول کړ؛ خو وروسته هغه انکار کړ.
ملی امنیت رییس زیاته کړه چی ښاغلی رازق ترور یواځی د طالبانو کار نه وو؛ بلکه سیمه ایز هیوادونو استخبارات هم په کې لاس درلود.
https://avapress.com/vdcdos0fnyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته