دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 173451
ناټو ستر ملکی استازي افغان خبریالانو ستاینه وکړه
په افغانستان کې د ناټو ستر ملکي استازي کورنیلیوس زیمرمن د افغان خبریالانو ”زړورتیا او فعالیت“ ستایلی او ویلي یې دي چې ډیر خوښ دی چې د خبریالانو په وړاندې د جرایمو د معافیت د ختمېدو نړیواله ورځ لمانځي.

ښاغلي زیمرمن د خپل ټویټر په پاڼه کې لیکلي، چې د تلپاتې سولې او د امنیت د ټینګښت په هدف خپلواک او ازاد رسني یوه مهمه اړتیا ده.
د نوومبر دوهمه، هر کال په نړیواله کچه د خبریالانو په وړاندې د جرایمو د معافیت د ختمېدو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
په افغانستان کې د د خبریالانو په وړاندې د جرایمو د معالیت د ختمېدو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې دغه هېواد د خبریالانو لپاره يو له خطرناکو هېوادونو شمېرل کېږي.
د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش د پنجنشبې په ورځ د خبریالانو په وړاندې د جرایمو د معافیت د ختمېدو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د وینا پر مهال ومنله، چې خبریالان او د رسنیو فعالین له ګواښ او خطر سره مخ دي.
 
https://avapress.com/vdcgnw9qqak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته