د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې وسله وال مخالفین تېره شپه د قوش تپې ولسوالی اړوند پر جرقدوق کلي ډلییزه حمله کړې وه، خو د امنیتي او دفاعي ځوکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې او د خپلو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله یې شپږ وسله وال ووژل شول او لس نور ټپيان شول.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د جوزجان په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)