دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 173462
په آسترالیا کې د افغانستان د ورزشي کاروان ۶ لوبغاړي تښتیدلي
د افغانستان د ورزشي ډګر مسوولین وایي، چې په آسترالیا کې د هېواد د ورزشي کاروان د ملي اردو ۶ معلول لوبغاړي تښتیدلي دي.

د SBS خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د آسترالیا په سیدني کې د افغانستان د ملي اردو ۵ معلول لوبغاړي او یو ښوونکی د نه ماتیدونکیو لوبو له سیالیو وروسته او خپل هېواد ته له ستنیدو مخکې له خپل استوګنځي تښتېدلي دي.
دغه راز د ملي اردود معلولو لوبغاړیو مسوولینو هم په آسترالیا کې د خپلو لوبغاړیو تېښته منلې ده.
تېره اوونۍ د آسترالیا په سیدني ښار کې نه ماتیدونکې سیالۍ پیل شوې، چې په کې له افغانستان څخه په درې څانګو( پاورلفتنګ، رولینګ او پر ناسته ولیبال) کې د درې ښوونکیو په ګډون ۵ لوبغاړیو برخه اخیستې وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqpazrt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته