دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۲
د مطلب کود : 173476
ستانکزی: د کندهار او هلمند وروستیو پیښو څرنګوالی په اړه به ډیر ژیر معلومات شریک شی
د افغانستان د ملي امنیت رئیس وايي، د کندهار په امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ولسي جرګې په غړي عبدالجبار قهرمان باندې د حملې د څرنګوالي په اړه به بشپړ معلومات ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

د افغانستان د ملي امنیت رئیس وايي، د دوی د موندنو له مخې، د کندهار او هلمند په ورستیو خونړیو پېښو کې د سیمې استخباراتو لاس درلود.
معصوم ستانکزي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې استعماعیه غونډې ته وکړې او ويې ویل چې د کندهار په امینې قوماندان جنرال عبدالرازق او د ولسي جرګې په غړي عبدالجبار قهرمان باندې د حملې د څرنګوالي په اړه کره معلومات به ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

دی وایي:
"موږ په خپلو څېړنو کې ښه پرمختګ لرو چې د پېښې اصلي ځای ته يې نېږدې کړي یوو، کسان مشخص شوي دي، دا کس څوک و، کورنۍ او هغو کسانو چې ده ته یې روزنه ورکړې او دی یې دلته رسولی او څنګه یې راوستی، د پېښې ټول جریان له تخنیکي امکاناتو په استفادې بشپړ شوی دی."
ښاغلي ستانکزي دغه شان وویل چې تراوسه د کندهار د امنیه قوماندان د وژنې په تړاو ۲۲ تنه نیول شوي او تر څېړنو لاندې دي.
د ملي امنیت رئیس وايي، د دوی څېړنې ښيي چې د جنرال رازق د وژلو طرحه د سیمې د استخباراتو په همکارۍ جوړه شوې وه.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې پولیسو په دیارلسو پړاوونو کې د کندهار د امنیه قوماندان د وژل کېدو د قضیې په تړاو خپلې څېړنې وکړې او مدارک او شواهد یې د ملي امنیت ریاست په واک کې ورکړل.
شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د کندهار پخوانی امنیه قوماندان ستر جنرال عبدالرازق اڅکزی او د نوموړي ولایت د ملي امنیت پخوانی رئیس مومن حسین خېل د کندهار والي په دفتر کې په نښه او ووژل شول.
تر دې پېښې مخکې د ولسي جرګې لپاره له هلمند ولایته کاندید عبدالجبار قهرمان د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په خپل کار ځای کې ووژل شو.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار چې د غونډې مشری یې کوله، له امنیتي مسؤلینو وغوښتل چې په یادو پېښو کې ښکېل کسان مجازات کړي.

ده وویل:
"مونږ داسې نه شو کولای چې اتلان مو وژل کېږي او مونږ غلي کېنو، زمونږ غوښتنه له تاسې دا ده چې د یادو پېښو عاملین باید د خپلو اعمالو سزا وویني، دا چې په دې تړاو د امنیتي او کشفي ارګانونو ضعف و، نور موارد یا د بهرنیانو لاس، باید ټول خپل سزا وویني."
په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي هم یادې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د ملي امنیت په ګډون د نورو امنیتي ارګانونو په همکارۍ د کندهار او هلمند د پېښو په تړاو جدي څېړنې روانې دي او هیله یې وښوده چې تر لاسه شوي نتایج د خلکو قناعت خپل کړي.
 
https://avapress.com/vdcd5s0f9yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته