کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې یو برید په ترڅ کې دوه امریکایی سرتیرو ته مرګژوبله اوښتی

13 عقرب 1397 ساعت 12:01

په پلازمېنه کابل ښار کې د یوه داخلي برید په ترڅ کې د امریکا پوځ دوو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د لومړنیو معلوماتو پر اساس وایي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو یوه سرتېري پر بهرنیو پوځیانو ډزې کړی، چې په پایله کې یې یوه امریکایي سرتېري وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي، چې بریدګر د نورو افغان پوځیانو په ډزو کې وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ټپي شوي سرتېري د بګرام هوایي ډګر په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ ور بلل شوی دی.
د یادونې وړ ده، نږدې لس ورځې وړاندې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یوه سرتېري په لویدیځ هرات ولایت کې یې چک جمهوريت پر پوځیانو برید کړی و، چې په ترڅ کې یې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
 


د مطلب کود: 173493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173493/کابل-کې-یو-برید-په-ترڅ-دوه-امریکایی-سرتیرو-ته-مرګژوبله-اوښتی

آوا
  https://www.avapress.com