دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 173506
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۴۶ تنو ترهګرو وژل کیدل
همدا راز د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان ، د پکتیکا ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او د غزني ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي .

د کشفي او استخباراتي راپورونو پر بنسټ د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۵  ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۸ځانګړي کوماندویي دندې او ۸ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۷۵ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۴۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۱۰ تنه ټپيان او ۳ تنه شکن کسان نیول شوي دي .
عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، غزني، پکتیکا، کندهار ، ارزگان او  هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې د ننګرهار ولایت د هسکه مینې او نازیانو په ولسوالیو کې ۱۸ تنه داعشیان وژل شوي او د دښمن یو پتنځای له منځه وړل شوی، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان او مرکز اړوند سیمه کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان  او د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي، یو موټر سایکل، ۷۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکې او د دښمن یو پتنځای له منځه وړل شوی دی .
همدا راز د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان ، د پکتیکا ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او د غزني ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو  ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvxnz-23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته