دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 173507
په کندهار کې له ملي پولیسو سره نښته کې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي
د کندهار ولایت د شاه والي کوټ ولسوالی په مربوطاتو کې د ملي پولیس او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې ۷ مخالفین وژل شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې پېښه تېره ورځ د سور سخر سیمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وژل شویو وسله والو جسدونه او ۱۱ کړی ماینونه په سیمه کې پاتې دي.
د کورنیو چار وزارت په وینا، د نښتې په ترڅ کې د ملي پولیسو سرتېرو او عام وکړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کندهار د افغانستان په جنوب کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې د د کندهار ولایت د ځینو ولسوالیو امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کندهار ولایت  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciupazyt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته