د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د برېښنا ستونزې د هوارولو لپاره پر لنډمهالې او اوږدمهالې حل کار کوي.
ننګرهار چارواکي: د برېښنا ستونزې پر لنډ او اوږدمهال حل کار کوو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 عقرب 1397 ساعت 17:28
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د جلال اباد ښار د برېښنا ستونزې د هوارولو لپاره پر لنډمهالې او اوږدمهالې حل کار کوي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د یکشنبې په ورځ دلړم پر ۱۳مه امریکا ږغ ته وویل چې د لنډ مهال لپاره غواړي د دیني علماو او قومي مشرانو په مرسته د خبرو اترو له لارې د برېښنا قطعه شوي لینونه بېرته وصل کړي.
ښاغلی خوګیاڼی وايي، د اوږدمهاله حل په هدف غواړي چې له باد پښ څخه د برېښنا تېر شوي مزې یو بل خوندي ځای ته انتقال کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د ننګرهار والي حیات الله حیات په دې اړ له امنیت شورا، برېښنا شرکت او شمېر نورو مسؤلینو سره خبرې کړي چې تمه ده د دوو میاشتو په موده کې د برېښنا مزې د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت یو خونده ځای ته انتقال شي.
د مطلب کود: 173516