دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 173517
نړیوال پراختیایی بانک افغانستان سره باغدارۍ د ودې او پراختیا لپاره ۷۵ میلیونه ډالره مرسته کوی
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، نړیوال پراختیايي بانک په افغانستان کې د باغدارۍ د ودې او پراختيا لپاره له دغه هېواد سره د ۷۵ میليونو ډالرو مرسته کوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته په دی اړه وویل چې دغه پیسې به د باغ لرونکو او کروندګرو د پياوړتیا، د غلو دانو د تولید د زیاتوالي او د زراعتي متشبثینو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.
ښاغلی رستمي وايي، د نړیوال پراختیايي بانک د دغو مرستو په لګولو سره به زراعتي تولیدات زیات او ورسره به د خلکو په اقتصاد کې هم د پام وړ بدلون راشي.
د ده په خبره، دا چې افغانستان يو زراعتي هېواد دی، نو دا شان مرستې کولای شي چې د خلکو په ژوند او د کرنیزو تولیداتو د کچې په لوړولو کې د پام وړ رول ولوبوي.
https://avapress.com/vdcjvtevauqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته