دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 173518
چارواکې: فراه کې لویدلی هلیکوپټر وژل شویو ۱۲ جسدونه ترلاسه کړي
د فراه ولایت د والي ویاند وايي، په دغه ولایت کې د راغورځېدلې الوتکې په پېښه کې د وژل شویو يو شمېر کسانو جسدونه یې د قومي سپین ږيرو او سره صلیب په همکارۍ د فراه مرکز ته انتقال کړي دي.


په فراه ولایت کې د ملي اردو د هلیکوپټر له سقوط شپږ ورځې تېرېږي، خو لا هم په دغه پېښه کې د وژل شویو يو شمېر کسانونه جسدونه لا درکه دي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري په دی اړه رسنیو ته وویل چې په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو له ډلې د ۱۲ تنو جسدونه یې تر دې مهاله ترلاسه کړي او د نورو لپاره هم هڅې روانې دي.

دی وایي:
"هڅې روانې دي، څو وشو کولای چې د قومي سپين ږيرو او د سره صلیب له لارې پاتې جنازې هم فراه ته انتقال کړو، خو که له دې لارې ونشول، نو بیا له نظامي قوې په ګټې اخيستنې سره به د پاتې جنازو د ترلاسه کولو لپاره عملیات وکړو، موږ تر دې مهاله ۱۲ جنازې انتقال کړي دي او ۱۳یا ۱۴ جنازې پاتې دي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت یو هلیکوپټر د چهارشنبې په ورځ د فراه په اناردرې ولسوالۍ کې وغورځېد چې له امله يې د ۲۰۷ قل اردو د مرستیال او د هرات د ولایتي شورا د رئیس په ګډون، ۲۵ کسان پکې ووژل شول.
دفاع وزارت وايي، ياد هلیکوپټر د زیات وزن او تخینکي ستونزو له امله غورځېدلې، خو وسله والو طالبانو بیا د دغه هلیکوپټر د ويشتلو ادعا کړې او ویلي یې دي چې په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه له دوی سره دي او دوی يې په بدل کې د جنرال رازق د قاتل جسد غواړي.
د طالبانو دغه غوښتنه مو د فراه د والي ویاند ناصر مهري سره شریکه کړه، خو نوموړي په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل.
ښاغلي مهري وویل، دوی هڅه کوي چې پاتې جسدونه هم د قومي سپین ږیرو او سره صلیب په همکارۍ ترلاسه کړي او که نتیجه یې ورنه کړه، پوځي عملیات به وکړي.
بل خوا د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د ولسي جرګې يو شمېر غړو له حکومته وغوښتل چې په فراه ولایت کې د سقوط شوې هلیکوپټر لامل له دوی سره شریک کړي چې دغې هلیکوپټرې ولې او څنګه سقوط کړی.
 
https://avapress.com/vdca6en6a49n0m1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته