دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 173519
افغان او اندونیزیايي چارواکو په کابل کې د سولې په اړه خبرې کړي
د اندونیزیا حکومت او دیني علماو شورا یو ګډ ۱۳کسیزه پلاوی د افغان سولې په اړه د پیل شویو خبرو اترو د لاچټکتیا او بوګور ناستې د پایلو د څېړلو په هدف تېره ورځ کابل ته راغلی.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې راغلي پلاوي د سولې شورا له مرستیال عبدالخبیر اوچقون سره لیدنه کې د خپل هېواد له لوري د افغان سولې په اړه د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري د یکشنبې په ورځ د لړم پر ۱۳مه امریکا ږغ ته وویل چې د اندونیزیايي پلاوي د سفر هدف د سولې د خبرو ‌په اړه لا همږغي رامنځته کول او د سولې د خبرو لا قوي کول و.

نوموړي زیاته کړه:
"داندونیزیا د حکومت او علماو شورا پلاوی د هغه هېواد د علماو شورا د مرستیال محی الدین جنیدي په مشرۍ کابل ته راغلی و، هدف یې له افغان سولې څخه د اندونیزیا د حکومت دومداره ملاتړ او چټکتیا ورکول و."
ښاغلي طاهري زیاته کړه چې په دغه پلاوي کې د اندونیزیا د علماء شورا مرستیال، د هغه هېواد د ولسمشر د دفتر درئس، او نور دیني علماء شامل و.

طاهري زیاته کړه چې په دغه ناسته کې اندونیزايي پلاوي د افغان سولې په اړه د افغان اندنیزیايي او پاکستاني دیني علماو د دوهمې ناستې جوړېدو ژمنه هم وکړه چې په اړه به یې د اندونیزیا له حکومت سره خبرې وکړي.
د روان کال په مې میاشت کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو په هغه هېواد کې په جوړه شوې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ وکړ.
په هغه غونډه کې د افغان سولې په اړه د پراخو غونډو پر جوړېدو د موافقې ترڅنګ د درې واړو هېوادونو دیني عالمانو له افراطیت او تشدد سره مخالفت څرګند کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8fb89rhbzsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته