دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۳
د مطلب کود : 173522
د روان کال په ۶ میاشتو کې ۱۱۲۴۳ کسانو ته مصنوعي غړي ورکړ شوي
د سره صلیب کمیټه وايي، چې د روان کال په ۶ میاشتو کې ۱۱۲۴۳ کسانو د بدن مصنوعي غړي تر لاسه کړي، چې ۲۱۰۲ کسانو ته مصنوعي پښې جوړې شوې دي.
په افغانستان کې د سره صلیب اووه مرکزونو ته یوازې د روان کال په شپږ میاشتو کې یو سل و پنځوس زره کسانو د مصنوعي غړیو د تر لاسه کولو په موخه مراجعه کړې، چې په ټولنه کې د جګړې او تاوتریخوالي د ناوړه اغېزو کچه له همدې ځایه معلومیدای شي.
سره صلیب په تېرو شپږ میاشتو کې یوولس زره دوه سوه دريڅلوېښت کسانو ته مصنوعي غړي ورکړي، چې په کې دوه زره یو سل و دوه کسانو مصنوعي پښې تر لاسه کړې دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمیتې فزیوتراپيست شکر الله ځیرک وايي؛ زیاتره مراجعه کوونکي هغه کسان دي، چې په جګړو او ماینونو کې یې د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
خان ولي نومی یو له دغو کسانو دی، چې هرات ته پر لاره و؛ ماین پرې وچاودید او د واړه پښې یې له حرکته ولویدې.
د کابل د مصنوعي غړیو د جوړولو په یوه بل مرکز کې هم د جګړې قربانیان ساړه اسویلي کاږي.
دوه ویشت کلن زیانمن بیک نومي ځوان ویلي؛ پښه یې هغه مهال د تخار په اشکاشم ولسوالۍ کې پرې شوه، چې د سرتېرو پر موتر د ماین چاودنه وشوه او د ماین چرو د ده پښه هم ووهله.
عبدالحق نومی زیانمن، چې پر مصنوعي پښه پل اخلي؛ د میدان وردګ په سالارو کې یې پښه ماین وهلې ده.
هغه ویلي؛ د هغه کورنی له ده ناخبره وه او دی د درملنې لپاره پاکستان ته وړل شوی و؛ خو کله، چې کور ته راځي، نو کورنۍ يې پوهیږي، چې پښه یې له لاسه ورکړې ده.
د سره صلیب کار کوونکی عبدالله پر دوه پښو معلول دی؛ خو روحیه یې نده بایللې. هغه له کلونو راپدیخوا د سره صلیب په کمیته کې د مصنوعي غړیو په جوړولو بوخت دی.
د افغانستان په روانو جګړو کې هره میاشت سلګونه کسان ټپیان کیږي، چې زیاتره یې د بدن غړي له لاسه ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcf0mdy0w6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته