دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۴
د مطلب کود : 173525
امریکايي ښاروال د کابل په برید کې وژل شوی
برنټ ټیلور د لنډې مودې لپاره له ښاروالۍ نه ګوښه شوی و چې په افغانستان کې پوځي خدمت وکړي.‌
امریکايي چارواکي وایي د شنبې په ورځ د یوه افغان سرتیري په ډزو کې د یوتا ایالت د یوه ښار ښاروال ووژل شو.
برنټ ټیلور د شنبې په ورځ (نومبر۳) په کابل کې د یوه افغان پوځي په ډزو ووژل شو. بریدګر هم د نورو افغان ځواکونو په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
په برید کې یو بل امریکایي سرتېری هم ژوبل شو.
برنټ ټیلور په ۲۰۱۳م کې د یوتا په شمال کې د اوګدن د ښاروال په توګه انتخاب شو. هغه له خپلې دندې نه لنډمهاله رخصتي اخیستې وه چې په افغانستان کې پوځي خدمت وکړي.
له ټیلور نه اوه ماشومان پاتي دي. هغه په عامه چارو کې ماستري لرله او اوسمهال یې په نړیوالو اړیکو کې د یوتا په پوهنتون کې د دوکتورا زده کړې هم کولې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirpazwt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته