د ولسمشریزو ټاکنو موضوع د تودیدو په حال کې ده؛ سیاسي ډلې او ګوندونه سر له اوسه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل شرطونه وړاندې کوي.
دوی وایي، که د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره یې غوښتنې ونه منل شي؛ د سترو ستونزو او ننګونو لامل بشي.
د ستر ملي ائتلاف د رهبرۍ غړی نورالرحمن اخلاقي وایي، چې رایه دې د انتقال وړ وبلل شي، نوې نوملیکنه دې وشي او د لس ګوتو بایومتریک دې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د شفافیت لپاره یو مهم شرط ومنل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې خپل دریځ به د ګوندونو د غوښتنو په اړه په روانه اوونۍ کې روښانه کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي ويلي، چې د ټاکنو د قانون د شلمې مادې له مخې به خپله پرېکړه د روانې اوونۍ په وروستیو کې اعلان کړي.
د قانون له مخې؛ د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې باید یو ځای تر سره شي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون داسې طرحه وړاندې کړې، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې به جلا جلا تر سره کیږي. د کمیسیون دا طرحه هم د ګوندونو له مخالفت سره مخ شوې ده.