دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 173547
ولسمشر غنی امریکا بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره لیدلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو په اړه خبرې وکړې.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني پرون مازدیګر د مرکزي او جنوبي اسيا په چارو کې د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ویلز خپل حضور ته ومنله.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو پر چابهار بندر د امریکا د بندیزونو د اغېزو پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.
د ارګ ماڼی په وینا، د افغانستان حکومت مخکې هم د چابهار بندر په اړه د امریکا متحدو ایالتونو حکومت سره خبرې کړې وې چې د دې بحثونو او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سره د جمهوررئیس د پرونی بحث پایلې به ژر له خلکو سره شریکې شي او د افغانستان لپاره به ښې اقتصادي پایلې ولري.
 
https://avapress.com/vdcc01qsm2bqmp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته