دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 173570
لغمان ولایت کې وسله والو طالبانو باندی هوایی بریدونه شوي
په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالی په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړی چې له امله یې د یو ډلمشر په ګډون ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ائتلافي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالی په قلعه تک سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړی، چې په پایله کې یې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو ډلمشر الله یار هم شامل دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لغمان د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې د ځینوولسوالیو امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciypazut1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته