کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان ولایت کې وسله والو طالبانو باندی هوایی بریدونه شوي

14 عقرب 1397 ساعت 17:48

په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالی په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړی چې له امله یې د یو ډلمشر په ګډون ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ائتلافي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالی په قلعه تک سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړی، چې په پایله کې یې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو ډلمشر الله یار هم شامل دی.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لغمان د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې د ځینوولسوالیو امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
 


د مطلب کود: 173570

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173570/لغمان-ولایت-کې-وسله-والو-طالبانو-باندی-هوایی-بریدونه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com