دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 173571
مولانا سمیع الحق وژل کیدو په وړاندی افغانستان مشرانو جرګې غبرګون
د افغاستان د مشرانو جرګې غړو د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) مشر د مولانا سمیع الحق د وژنې په اړه غبرګون وښود.

د مشرانو جرګې د یکشبنې ورځې په غونډه کې یو شمېر سناتورانو د پاکستان د عالمانو ټولنې د رهبر او د طالبانو د معنوي پلار مولانا سمیع الحق د وژلو په اړه وویل، نوموړي په دې وروستیو کې د افغانستان سولې سره تمایل درلود او ممکن د نوموړي وژنه استخباراتي اړخ ولري تر څو د افغانستان د سولې بهیر ته خنډونه راولاړ شي.
دوی همداراز وویل، چې د مولانا سمیع الحق وژنه باید د جګړو د تودوونکو لپاره یو درس وي تر څو د بې ګناه خلکو په وژلو لاس پورې نه کړي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (س) ګوند مشر مولانا سمیع الحق چې د ”طالبانو په معنوي پلار“ مشهور و د شنبې په ماشام په یوه برید کې ووژل شو.
مولانا سمیع الحق له ۱۹۸۸ میلادي کال راهیسې د دارلعلوم حقانیه مشری کوله او په افغانستان کې یې د وسله والو طالبانو د روان جنګ کلک ملاتړی و.
 
https://avapress.com/vdcjatevvuqeaiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته