کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی یو شمیر امنیتی مسؤولینو او منسوبینو ته مډالونه ورکړ

14 عقرب 1397 ساعت 17:54

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او یو شمېر منسوبینو ته د امنیت د تامین او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هغوی د ښې رهبرۍ او غوره خدمتونو د تقدیرولو په موخه عالي دولتي مډالونه، نښانونه، رتبې او نغدي مکافات ورکړل.



د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د اعلی سرقومندانۍ په چارو کې د ملي امنیت سلاکار مرستیال ته د غازي وزیرمحمداکبرخان دولتي مډالونه، د ملي امنیت عمومي ریاست لوی رئیس او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته د غازي امان الله خان دولتي نښانونه  او مراد علي مراد ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
همدارنګه ولسمشرغني د امنیتي او دفاعي ارګانونو ۲۹ مسوولینو او منسوبینو ته یې د غازي وزیر اکبرخان، غازي میرمسجدي خان، غازي محمدایوب خان او غازي میربچه خان دولتي مډالونه ورکړل او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۷۲ منسوبینو ته چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د ولسي جرګې ټاکنو د امنیت د تامین او د دښمنانو د شومو پلانونو شنډولو کې یې له ځانه ښې وړتیاوې ښودلې وې دولتي مډالونه ورکړل.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین اخترمحمد ابراهیمي ته د لوی پاسوالي رتبه او د ملي امنیت شورا دفتر د وړاندیز په اساس د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ په چارو کې د معاونیت مرستیال او د ملي امنیت شورا دفتر د اطلاعاتو او همغږۍ عمومي رئیس تورنجنرال بهادرشاه احمدي ته د ډګرجنرالۍ رتبه منظور کړې وه، ورکړه.
ولسمشر غني د مډالونو، نښانونو، رتبو او نغدي مکافاتو له ورکړې وروسته په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، نن د خوشالۍ ورځ ده او د زړه له کومې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو منسوبینو ته چې په مېړانه، سرښندنو او اوله درجه احضاراتو یې دا ثابته کړه چې دا خاروه ازاده او ولسواکه پاتې کېږي د زړه له کومې مننه کوم او دغه بریا دې ټولو ته مبارکه وي.
هغه زیاته کړه، زموږ مېړني ځواکونه تر بل هر وخت د ولس زیات او پراخ ملاتړ له ځانه سره لري او ټینګار یې وکړ چې افغانستان ته ازادي چا په ډالۍ کې نه ده ورکړې، بلکې زموږ مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په خپلو مبارزو، وینو او سرښندنو ګټلې.
ولسمشر غني وویل، د دغو مېړنیو درناوی او د هغوی کورنیو ته رسیدګي زموږ مسوولیت او مکلفیت دی  او وېې ویل  چې امنیتي ځواکونو ثابته کړه چې د هیواد د دفاع او بقا په برخه کې یې خپل ځانونه درېغ نه کړل.
زموږ هیوادوال او نړیوال د دوی د سرښندنو قدرداني کوي.هغه زیاته کړه، بروکسل کې د ناټو سرمشریزه د دغو سرښندنو د درناوي ښه بېلګه ده چې ټولو ګډونوالو په خپلو ویناوو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې یادونه وکړه.
 


د مطلب کود: 173572

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173572/ولسمشر-غنی-یو-شمیر-امنیتی-مسؤولینو-او-منسوبینو-ته-مډالونه-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com