کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ايټالیا توپانونو کې د وژل شویو شمېر ۲۹ کسانو ته رسېدلی

14 عقرب 1397 ساعت 17:56

ايټالیا کې د وروستیو توپانونواو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر وروسته تر هغه ۲۹ تنو ته لوړ شو چې کله نن يکشنبه په سسيلي ټاپو کې د خرابې هوا له امله۱۲ تنه ووژل شول.




سسيلي کې د پولیسوویاند ویلي، شدید اورښتونه د ځمکښويېدنو او سېلابونولامل شوي چې د پاليرمو ښار شاوخوا سیمو کې يې ۱۰ کسان وژلي، د ې سیمه کې ګڼ کسان تراوسه بې درکه دي.

ددې ټاپو اګريګينټو ښارګوټي ته نژدې ځمکښويېدنه کې دوه نور کسان وژل شوي دي.

ايټالیا کې چارواکي وايي، خراب موسم له سسيلي پرته نوروسیمو کې ۱۷ کسان وژلي دي.

له تېرو څوورځوراهیسې سختو بارانونو او توپانونو ايټالیا سخته ځپلې چې د دې هیواد شمالي سیمې يې تر ټولو ډېرې زیانمنې کړې دي.


د مطلب کود: 173573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173573/د-ايټالیا-توپانونو-کې-وژل-شویو-شمېر-۲۹-کسانو-ته-رسېدلی

آوا
  https://www.avapress.com