دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۱۸
د مطلب کود : 173578
په ارزګان کې د روانو تاوتریخوالو په اړه د اجرائیه رئیس عبدالله څرګندونې
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي په ارزګان کې روانه جګړه قومي نه ده او زیاته یې کړه چې وسله والو طالبانو د وروستیو تاوتریخوالو پړه منلې ده.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.
نوموړی زیاته کړه، چې د ارزګان ولایت پر خاص ارزګان والسوالی د طالبانو د برید په پایله کې خلک بې ځایه شوې او له امله یې ملکي وګړو او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
اجرائیه رئیس عبدالله زیاته کړه، چې د په ارزګان کې د روانو تاوتریخوالو او جګړې په اړه یې د ولسي جرګې له یو شمېر استازو او خلکو سره غږېدلی دی.
هغه ومنله چې د خاص ارزګان کې د وضعیت په اړه د حکومت اقدامات په ځنډ ترسره شوي چې له امله یې ځایي خلکو ته ځاني او مالي زیان اوښتی.
ښاغلي عبدالله وویل، چې حکومت دې د هغو کسانو د دفاع لپاره چټک ګامونه پورته چې تل یې د سولې او  د حکومت په ملاتړ درېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش تېره اوونی پر امنیتي ځواکونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د حملې په وړاندې او د ځایي خلکو د ملاتړ په برخه کې بې تفاوته پاتې شوې او د خاص ارزګان له اوسېدونکو وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې له خپل عزت او شرف څخه دفاع وکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguw9q7ak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته