دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 173588
فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه مهم غړی وژل شوی
راپورونه وایی، د فاریاب په ولایت کې د دریو ولسوالیو له پاره د وسله والو طالبانو نظامي کمېسیون رییس وژل شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان کورنیو چارو وزارت نن ورځ مه په خپره کړې خبرپاڼه کي سرګندویی، چې وژل شوی طالب قاري یوسف مشهور په حقیار دی.
سرچینی زیاتوی، چې قاري یوسف د فاریاب د خواجه سبزپوش، شېرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس او د دغه ډلې یو کلېدي غړی وو.
د خبرپانه په خبره، چې د طالبانو دغه مهم غړی دوه ورځې وړاندې د فاریاب ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې سخت ټپي شوی وو.
سرچینی وایی، چې قاري یوسف پرون  د یاد ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د عطاخان په سیمه کې د سختو ټپو له امله ساه ورکړې ده.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسینو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdch6xnz623nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته