افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د سولې په بهیر کې د ټولو ولایتونو استازو د شاملولو په موخه په ملي کچه مشورتي بورډ ایجادېږي.
ولسمشر غنی: سولې بهیر کې ټولو ولایتونو استازو شاملولو لپآره مشورتی بورډ رامنځته کیږی
15 عقرب 1397 ساعت 10:38
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د سولې په بهیر کې د ټولو ولایتونو استازو د شاملولو په موخه په ملي کچه مشورتي بورډ ایجادېږي.
نوموړی دغه څرګندونې پرون د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د علماو، سولې او ښځو شوراګانو، د دولتي پوهنتونونو او بشري حقونو د رئیسانو ترڅنګ له ملکي او نظامي مسئولینو سره دسولې پروسې په اړه په خبرو وکړې.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني یادو مسوولینو ته وویل، د سولې پروسې په اړه په ملي کچه د مشورتي بورډ د جوړولو په موخه به له مشورو وروسته هر ولایت خپل استازي په درې ورځو کې معرفي کړي.
ولسمشر غني څرګنده کړه د مشورتي بورډ له ټاکلو وروسته به د دې بورډ غړي کابل ته راشي او د حکومت تخنیکي ټیم سره به په ګډه چې په سولې پروسه کې بوخت دی، کار وکړي.
هغه وویل، کله چې د سولې د مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي همدا مشورتي بورډ به د مذاکره کوونکي ټیم په جوړولو کې رول ولري او له دې پروسې سره به مرسته کوي.
د ولسمشر غني په وینا، په پام کې ده په دې مشورتي بورډ کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او ښځو د استازو ترڅنګ د هېواد یو شمېر نور شخصیتونه هم شامل شي.
د مطلب کود: 173591