دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 173602
د کابل او هرات له هوایي ډګرونو څخه دوه تنه قاچاق وړونکي ونیول شول
د کابل او هرات ولایت له هوایي ډګرونو څخه هغه دوه قاچاق وړونکي نیول شوي، چې غوښتل یې تر کیلو ګرامه زیاته مخدره توکې بهر ته قاچاق کړي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کسان د سرحدي پولیسوله لوري د کابل او هرات ولایت له هوایي ډګرونو څخه نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سرحدي پولیسو ځواکونو له نیولو شویو کسانو څخه شپږ کیلو او درې سوه شپږ اتیا ګرامه هیروئین کشف او ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، نیول شوي کسان مخده توکې په ماهرانه توګه د انارو په منځ کې ځای پر ځای کړی و، او غوښتل یې له هېواد څخه بهر قاچاق کړي چې د سرحدي پولیسو له خوا ونیول شول.
په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7x8zwjh8fpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته