کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل او هرات له هوایي ډګرونو څخه دوه تنه قاچاق وړونکي ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 عقرب 1397 ساعت 14:22

د کابل او هرات ولایت له هوایي ډګرونو څخه هغه دوه قاچاق وړونکي نیول شوي، چې غوښتل یې تر کیلو ګرامه زیاته مخدره توکې بهر ته قاچاق کړي.



د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کسان د سرحدي پولیسوله لوري د کابل او هرات ولایت له هوایي ډګرونو څخه نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سرحدي پولیسو ځواکونو له نیولو شویو کسانو څخه شپږ کیلو او درې سوه شپږ اتیا ګرامه هیروئین کشف او ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبره، نیول شوي کسان مخده توکې په ماهرانه توګه د انارو په منځ کې ځای پر ځای کړی و، او غوښتل یې له هېواد څخه بهر قاچاق کړي چې د سرحدي پولیسو له خوا ونیول شول.
په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
 


د مطلب کود: 173602

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173602/د-کابل-او-هرات-له-هوایي-ډګرونو-څخه-دوه-تنه-قاچاق-وړونکي-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com