دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 173622
چین ته هوایی دهلیز له لاری جلغوزیو صادرات پیل شول
د افغانستان او چین ترمنځ هوایي دهلېز نن رسماً د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پرانیستل شو.

له ارګه به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د دولتي مقاماتو په حضور کې د افغانستان – چین هوایي دهلېز پرانیست.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه دهلېز له لارې به په لومړي وار ۲۰ ټنه جلغوزي چین ته صادر شي.
ولسمشر غني وویل، چې د افغانستان پټو زېرمو لکه جلغوزیو، پستې او ځیرې ته به جدي پاملرنه کېږي او زیاته یې کړه چې هر کال به د لړم ۱۵مه نېټه د جلغوزیو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د ارګ ماڼی د معلوماتو له مخې، د افغانستان د جلغوزیو کلنی حاصل ۲۳ زره متریک ټنو ته رسېږي او له دې وروسته به نړېوالو بازارونو ته د افغانستان په نوم او نښان صادریږي.
ولسمشر محمد اشرف غني تر دې مخکې ویلي و، چې بهرنیان د افغان جلغوزیو له سوداګریزو معاملاتو څخه په کال ۱،۲ میلیارډه ډالره جوړوي.
ولسمشر غني د تېر میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د ملي صنایعو په نندارتون کې د وینا پر مهال وویل چې د جلغوزیو د نننیو صادارتو بیه تر ۷۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.
خو د ولسمشر غني په وینا، بهرني تاجران د افغانستان د جلغوزیو له سوداګریزو معامولاتو څخه په کال  تر ۱۲۰۰ میلیونه ډالره جوړوي.
 
https://avapress.com/vdcgxw9qxak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته