دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 173623
یوناما د ولسی جرګې ټاکنو کې ملکی تلفاتو په اړه خپل راپور خپور کړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې د اوښتو ملکي تلفاتو په اړه خپل راپور خپور کړ.

یوناما په یوه بیان کې ویلي، چې د تلې په ۲۸ مه او ۲۹ مه نیټه د ولسي جرګې پر ټاکنو د وسله والو طالبانو د بریدونو په پایله کې یې ۵۶ کسان وژل شوي او ۳۷۹ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ملکي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله د تلې په ۲۸ یا د اکتوبر په ۲۰ مه نیټه اوښتې، چې شمېر یې ۳۸۸ تنو ته رسېږي (۵۲ مړه او ۳۳۹ ټپیان).
د یوناما په خبره، کومه مرګ ژوبله چې د ټاکنو اړوند تاوتریخوالي له امله په تیرو میاشتو کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې او کمپاینونو په اوږدو کې رامنځ ته شوې، د ټاکنو اړوند د ملکي زیان دغه کچه په پرتلیز ډول د تیرو ټاکنو څخه خورا لوړه ده.
د یوناما په راپور کې راغلي، چې پرهغو ښوونځیو د بریدونو سربیره چې درایه ورکولو د مرکزونو په توګه ترې کار اخیستل کیده، دغه رپوټ د ډیری بریدونو په اړه چې د دولت ضد عناصرو له خوا، په ځانګړې ډول د طالبانو له خوا پر ملکیانو، ملکي موخو او ملکي میشتو سیمو د ټاکنو په اوږدو کې تر سره شول، ژوره اندیښنه څرګندوي.
دغه بریدونه د توغندیو، لاسي بمونو، هاوانونو او همدارنګه د تعبیه شویو چاودیدونکو توکو په کارولو سره په غیر مستقیمه توګه ترسره شوي، چې ټول یې بې توپیره زیانونه له ځان سره لري.
غیر مستقیم بریدونه چې د رایه ورکولو مرکزونه او نور ملکي اهداف یې په نښه کړي، د ۳۸ سلنه مرګ ژوبلې لامل شوي او همدارنګه د غیر انتحاري ناچاوده توکو کارول، چې ډیری یې د رایه ورکولو مرکزونو ته څیرمه په ښوونځیو، کلنیکونو او جوماتونو کې ځای پرځای شوي، د ۲۳ سلنې مرګ ژوبلې لامل شوي.
 
https://avapress.com/vdchixnzx23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته