دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 173624
ملی تدارکاتو کمیسیون د ۲،۲۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۱ تدارکاتی موضوعات منظور کړي
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د ملي تدارکاتو کمېسیون وروستي غونډه د یکشبنې په ماښام جوړه شوه، چې په پایله کې یې د ۲،۲۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ تدارکاتي موضوعات منظور شول.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غونډې په ترڅ کې ۱۲ تدارکاتي موضوعات وارزول شول او په پایله کې یې ۱۱ موضوعات منظور چې پکې د بګرام له دوه لاري څخه تر جبل السراج پورې ۲۵،۶ کیلو متر اوږد د دوهم لېن سړک جوړول، د فراه او نیمروز ولایت ګمرکونو لپاره د اور وژنې دوه عرادې موټرو تدارک، د ستر درستیز د روغتیایي قوماندانۍ د اړتیا وړ ۱۸۶ قلمه لابراتواري ریجنټونو او طبي محصولاتو د تدارک قراردادونه شامل دي.
خبرپانه زیاتوي، چې په دغه غونډه کې د مارشال محمدقسیم فهیم د دفاعي پوهنتون د نهمې شبکې د پراختیا ۳۷ قلمه تجهیزات،  دپنځو میاشتو لپاره د شمشاد ۲۰۲ زون د قرارګاه، ولایتونو، قطعاتو او واحدونو د اړتیا وړ ۱۳ قلمه خوراکي توکو، شپږو ولایتونو ته د ۲۶۲۴ مټرېک ټنه غنمو د اصلاح شويو تخمونو د تدارک او لېږد او د کورنیو چارو وزارت دوه تړونونه هم منظور شول.
د ارګ ماڼی له مخې، د ملي تدارکاتو کمېسیون د تېرو پرېکړو د لارښوونو د تحقق راپور د منظورۍ ترڅنګ د لوی درستیز د روغتیایي قوماندانۍ د اړتیا وړ د ۱۸۶ قلمه لابراتواري ریجنټونو او طبي محصولاتو د تدارک پروژې په اړه د بحث پرمهال جمهور رئیس ملي دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د روغتیا موضوع او د ملي اردو د منسبوبینو درملنه دې په کاري استعجالیت کې ونیول شي.
ملي تدارکاتو انسټیټوټ د ایجاد او انګلستان ته د ملي تدارکاتو ادارې د عمومي ریاست ټاکلي پلاوي د سفر له راپور وروسته جمهور رئیس له یاد پلاوي څخه په مننې دا کار د تدارکاتو د معیاري کولو او مسلکیتوب لپاره ښه ګام وګاڼه. همدارنګه د یاد انسټیټوټ لپاره د ځای برابرولو وړاندیز هم منظور شو.
 
https://avapress.com/vdcirpaz5t1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته