دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 173632
ولسمشر غني ډاکټر حمدالله محب او حضرت عمر زاخېلوال ته عالي دولتي مډالونه ورکړل
ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او په پاکستان کې د افغانسان پخواني سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال ته د غازي وزیر محمد اکبر خان مډالونه ورکړل.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼ کې راغلي، چې ډاکټر محب او ډاکټر زاخېلوا دغه مډالونه نن ید یو لړ مراسمو پر مهال ترلاسه کړل.
ولسمشر غني وویل، ډاکټر حمدالله محب په داسې یوه مقطع کې امریکا کې د سفیر په توګه وټاکل شو چې د باور فضا مغشوشه وه، خو دی په خپلو هڅو او د اړیکو په جوړولو سره  وتوانېد چې د دغه هېواد په سیاسي ناستو کې د افغانستان انځور ته مثبت تغیر ورکړي.
هغه زیاته کړه، چې ډاکتر زاخېلوال په داسې شرایطو کې پاکستان ته د سفیر په توګه ولاړ چې له دغه هېواد سره د خبرو اترو امکانات ډېر کم وو، خو هغه وتوانېد چې د هېواد ملي ګټو ته په پام په ټولو بحثونو کې ارزښتناک او مثبت نقش ولوبوي او د افغانستان د حکومت او خلکو برحق دریځ ثابت کړي او همداراز په څلوراړخیزو ناستو کې د هغه نظرونه موثر وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني غني په امریکا او پاکستان کې افغان کډوالو ته د رسیدګۍ او دا چې په دغو هېوادونو کې یې د افغانستان سفارتونه د افغان کډوالو پر کور بدل کړي دي د دواړو ډیپلوماټانو د هڅو مننه وکړه.
همداراز ډاکتر حمدالله محب  د جمهوررئیس باور څخه په مننې وویل، دغه باور ماته د دې جرأت  راوباښه چې په خلاص لاس کار وکړم او دا په حقیقت کې پر یو نسل اعتماد و او نه پرېږدو چې دغه اعتماد له منځه لاړ شي.
وروسته ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د جمهوررئیس له اعتماد څخه په مننې وویل، نن د افغانستان سفارت د مشورې پر مرکز بدل شوی، د کډوالو ستونزو ته رسېدګي کېږي او دا لاسته راوړنه د جمهوررئیس د اعتماد پرته ناشونې وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxxnzi23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته