کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا بهرنیو چارو وزارت چابهار بندر او افغانستان سره ایران سوداګری له بندیزونو څخه استثنا اعلان کړ

16 عقرب 1397 ساعت 14:05

د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت چابهار بندر او له افغانستان سره د ایران سوداګري له بندیزونو نه استثنا اعلان کړي دي.



د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند رویټرز خبرې اژانس ته ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چابهار بندر له بندیزونو نه استثنا کړی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د دې بترڅنګ به د بندري اورګاډي د پټلی جوړولو او له ایرانه د تیلو وارداتو ته هم اجازه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ایران باندې د امریکا لېرې شوی بندیزونه بیا پیل شوي دي.
ارګ ماڼی د یکشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان حکومت مخکې هم د چابهار بندر په اړه د امریکا متحدو ایالتونو حکومت سره خبرې کړې وې چې د دې بحثونو او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سره د جمهوررئیس د وروستي بحث پایلې به ژر له خلکو سره شریکې شي او د افغانستان لپاره به ښې اقتصادي پایلې ولري.
 


د مطلب کود: 173652

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173652/امریکا-بهرنیو-چارو-وزارت-چابهار-بندر-او-افغانستان-سره-ایران-سوداګری-له-بندیزونو-څخه-استثنا-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com