کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنو خپلواک کمیسیون: ولسمشریز ټاکنو په وړاندی کوم خنډ نشته

16 عقرب 1397 ساعت 14:10

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ټاکل شوې ورځې ته پنځه نیمې میاشتې پاتې دي.



د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د راتلونکي کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو په وړاندې کوم لوی خنډ نه‌ویني.
افغان ولسمشر اشرف او د انتخاباتو کمېسیون دواړه ټینګار کړی چې د راتلونکې وري میاشتې په ۳۱مه نېټه به د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» یې په کابل کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل، پر وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کولو کې شک نه‎شته.

نوموړی وايي:
"یو ټکی باید څرګند وي. د ولسمشرۍ انتخابات په اعلان شوي وخت او زمان ترسره کېږي. که ځینو کسانو مخکې شک درلود او د پارلماني انتخاباتو په برخه کې خبرې او ابهام موجود و، اوس باید ورته د انتخاباتو په ترسره کولو کې د ملي یووالي د حکومت اراده ثابته شوې وي او په‎دې برخه کې باید شک ونه‌اوسي."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون هم وايي، د ټاکل شوي مهالوېش سره سم د ولسمشرۍ د انتخاباتو ترسره کېدو ته هر ډول چمتووالی لري.
د افغانستان د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د تقلب او درغلیو ادعاوې د دې سبب شوې چې د امریکا متحده ایالات کابل ته د بهرنیو چارو د وزیر په استولو د هغه وخت د مخکښو کاندیدانو اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اوسني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ یو جوړجاړی وکړي چې په نتیجه کې یې د ملي یووالي اوسنی حکومت رامنځته شو.

اوس چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته پنځه نیمې میاشتې پاتې دي، یوازې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې به بیا ځان کاندید کړي.
د افغانستان نور سیاسي شخصیتونه، ګوندونه او سیاسي ائتلافونه هم په دې ورځو کې په خپلو بحثونو بوخت دي او تمه کېږي چې په نږدې اوونیو کې به نور کسان د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدانو په توګه رامخې ته شي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د جمعې په ورځ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د نوم‎لیکنې دقیق وخت اعلان کړي او هغوی به دوه اوونۍ فرصت ولري، څو خپل نومونه د کاندیدانو په توګه ثبت کړي.
 


د مطلب کود: 173653

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173653/ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-ولسمشریز-په-وړاندی-کوم-خنډ-نشته

آوا
  https://www.avapress.com