کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د TAP د برېښنا د لېږد پر مزي د پانګه اچونې تفاهم لیک لاسلیک شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 عقرب 1397 ساعت 15:08

د ترکمنستان- افغانستان او پاکستان (TAP) د ۵۰۰ کیلوولټه د برېښنا د لېږد د مزي پر پروژه د پانګه اچونې تفاهم لیک نن په ارګ کې د جمهور رییس په حضور سره د اوبو او انرژۍ وزارت او د ترکي پانګه اچونکي شرکت " چالیک هولډینګ" ترمنځ لاسلیک شو.



د دغې پروژې درې اړخیزه تفاهم لیک د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د درېواړو هیوادونو(ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) د مشرانو ترمنځ په عشق آباد کې لاسلیک شوی وو.
د دغه تفاهم لیک پر بنسټ، چې نن لاسلیک شو، چالیک هولډینګ شرکت په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغې پروژې مالي اوتخنیکي پروپوزل چمتو او د اوبو او انرژۍ وزارت ته به یې وسپاري.
د چالیک هولډینک شرکت پانګونه، چې د افغانستان او ترکمنستان په خاوره کې د ۲۰۰۰ میګاواټو په ظرفیت سره په دوو سرکټونو کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي غځول او د ترکمنستان او افغانستان ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټېشنونه په کې شامل دي، د درې کلونو په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال او سرپرست، انجنیر محمد ګل خلمي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د چالیک هولډینګ شرکت له رییس سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په دې اړه خبرې کولې، زیاته کړه: د افغانستان په خاوره کې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د مزي اوږدوالی ۷۵۰ کیلومتره دی، چې د تورغونډۍ له بندر څخه پیل او د لویې لارې په اوږدو کې د هرات، فراه، کندهار له ښارونو څخه تېر او په پای کې سپین بولدک ته رسېږي.
نوموړي د یادې پروژې کورني او سیمه ییز اقتصادي اهمیت ته په ټینګار سره وویل:" د TAP د پروژې پلي کېدل به په افغانستان کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مثبت اغیز وکړي."
په ټولیز ډول د ترکمنستان- افغانستان او پاکستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د مزي پر پروژه ۱،۶ میلیارډه ډالر پانګونه کېږي.
د دغه مزي له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټو په شاوخوا کې برېښنا ولېږدول شي.
افغانستان به د دې مزي له لارې د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پر ګټې اخیستنې سربېره، په کال کې شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالره د ترانزیت حق هم تر لاسه کوي.

 


د مطلب کود: 173657

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173657/د-tap-برېښنا-لېږد-پر-مزي-پانګه-اچونې-تفاهم-لیک-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com