کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار میوند ولسوالۍ کې ۱۷ تنه وسله وال وژل شوی

16 عقرب 1397 ساعت 18:35

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي دي.



عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړي دي.
جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عمليات‌یې د کمانډو ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چې په‌کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.
عيسي وویل چې په ترسره شویو عملياتو کې د وسله‌والو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټرسايکلونه هم د امنیتي ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي.
طالب وسله‌والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 173677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173677/کندهار-میوند-ولسوالۍ-کې-۱۷-تنه-وسله-وال-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com