دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 173680
قریشي: امریکا د افغانستان او پاکستان د اوبو د شخړې په اواري کې مثبت رول لوبوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، امریکا ورته په لومړي ځل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو د ستونزو د اواري په لړ کې د مثبت کردار ادا کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.


قریشي دا څرګندونې اسلام‎اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې الېس ولز تر سفر وروسته کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې الېس ولز اسلام‎اباد ته د خپل یو ورځني سفر پر مهال د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره ولیدل او په یو شمېر مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

خبرپاڼه په‎دې اړه کاږي:
"اغلې الېس ولز له پاکستاني چارواکو سره د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو تر کتنې وروسته د دواړو هېوادونو د خپل‎منځي اړیکو د بیا رغونې او همدا شان د افغانستان او سیمې په اړه خبرې وکړې."
د پاکستان د بهرنیو چار وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې تر سفر وروسته په اسلام‎اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له امریکايي پلاوي سره‌یې په دوه اړخیزو او یو لړ مسایلو خبرې وکړې او په خبره‌یې چې دا خبرې په ښه فضا کې ترسره شوې.
نوموړي همدا شان وویل چې له اغلې ولز ورسره د افغانستان او د اوبو مسئله هم شریکه کړه او په خبره‌یې الېس ولز راته په‎دې لړ کې د مثبت کردار لوبولو ډاډ راکړ.

شاه محمود قریشي وايي، پاکستان د هند په څېر له افغانستان سره هم د اوبو شراکت لري، خو پر دغو اوبو ځیني مسایل شته چې باید حل شي.
دی زیاتوي:
"هغې «الېس ولز» یو بل وړاندیز وکړ او زما په خیال دا ښه پرمختګ دی او هغه دا چې موږ که له هندوستان سره د اوبو شراکت لرو همدا شان موږ له افغانستان سره هم د اوبو شراکت لرو، په ځانګړي توګه په کابل سیند چې له هغه ځایه دلته راځي، خو په دغو اوبو ځیني مسایل شته چې باید اوار شي، نو دوی «امریکا» راته د دغه مسئلې په اواري کې د مثبت رول لوبولو چمتووالی وښود او دا لومړی ځل دی چې دوی دا اشاره وکړه."
د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې په‎دې وروستیو کې د افغان دولت او د دولت د وسله‎والو مخالفینو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیلولو لپاره هڅې چټکې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې اسلام‎اباد ته د امریکا د دغه جګپوړې ډیپلوماتې تر سفر څه موده مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم اسلام‎اباد ته تللی و او د دې هېواد له چارواکو سره‌یې د افغانستان د سولې د پروسې اړوند خبرې کړې وې.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaen6w49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته