کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې داعش ډلې دوه پاکستانې غړی خپل کورنیو څخه نیول شوی دی

17 عقرب 1397 ساعت 12:17

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالی کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا د داعش خراسان دوه غړي له خپلو کورنیو سره یوځای نیول شوي دي.



په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوه پاکستاني غړي له خپلو کورنیو سره یو ځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تسلیم شویو کسانو په ډله کې دوه مېرمنې او څلور ماشومان هم شامل دي او وسله والو دوه میله کلاشنکوفونه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارلي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، تسلیم شوي وسله وال د پاکستان د سوات سیمې اصلي اوسېدونکي دي.
د داعشیانو پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 173698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173698/ننګرهار-کې-داعش-ډلې-دوه-پاکستانې-غړی-خپل-کورنیو-څخه-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com