کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې امنیتی او ولسی پاڅون کوونکو ۳۰۰ غړي طالبانو له لوری محاصره شوی

17 عقرب 1397 ساعت 12:23

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس ادعا کوي چې د دې ولایت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي او د ولسي پاڅون کوونکو شاوخوا درې سوه غړي د طالبانو له‌خوا محاصره شوي دي.



محمد طاهر رحماني په دی اړه رسنیو ته وویل، په دوو ولسواليو دولت اباد او د پښتونکوټ په سرحوض سیمه کې له څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې له تېرې شپې راهیسې لا سخته شوې او که سیمې ته نور ځواکونه وانه ستول شي، دواړه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د فاریاب چارواکو تر اوسه د دغې ادعا او په سیمه کې د روانو جګړو په اړه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 173699

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173699/په-فاریاب-کې-امنیتی-او-ولسی-پاڅون-کوونکو-۳۰۰-غړي-طالبانو-له-لوری-محاصره-شوی

آوا
  https://www.avapress.com