دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 173713
د افغانستان په خاوره کې ټاپي پروژې تخنیکی کارونه مخ په بشپړیدو دی
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې تخنیکي کارونه په بشپړېدو دي.

دا وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې ۹۰ سلنه تخنیکي، حقوقي او د سروې اړوند کارونه بشپړ شوي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي رسنیو سره په خبرو کې د دغې پروژې د عملي پیل د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې په نېږدې راتلونکي کې د دغې پروژې د تېرولو عملي چارې هم پیلېږي.

ښاغلي مطفي زیاته کړه:
"د نقشې له مخې په پنځو واړو ولایتونو کې هوايي، جیوتخنیکي، محیطي او ټولنیزې سروې د پلي کېدو په حال کې دي، دا وخت له تخنیکي، حقوقي او اقتصادي اړخه موږ د دغې پروژې د تطبیق په حال کې یو چې که د فیصدي له مخې یې ووایم موږ دا وخت له۸۰ څخه تر ۹۰ فیصدو پورې پرمختګ لرو.​"
په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو د پاکستان د صدراعظم او د هند د جمهور رئیس د مرستیال له‎خوا د هرات په ولایت کې پرانېستل شوه.
ټاپي هغه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.
دا پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري چې افغانستان بیا له دې لارې هر کال د ۴۰۰ میلیونه ډالرو ټرانزېټ حق تر لاسه کوي.
افغان چارواکو ویلي چې دا پروژه ۱۲۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه هم برابروي.
د دغې پرژوې نل‎لیکه له ترکمنستانه تر هندوستانه پورې شاوخوا دوه زره کیلو متره اوږدوالی لري چې ۸۱۶ کیلومتره يې د افغانستان د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیرېږي.
 
https://avapress.com/vdchzxnzx23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته