کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان لوی ملی ائتلاف راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالی کاندیدانو نوملړ جوړ کړی دی

17 عقرب 1397 ساعت 17:46

د افغاستان د لوی ملي ائتلاف غړی او د ولسمشر غني پخواني سلاکار احمد ضیا مسعود د راتلونکو ولسمشریزو تاکنو په اړه د ائتلاف پرېکړه اعلان کړه.



نوموړی نن په کابل کې د یوه خبرې ناستې پر مهال وویل، چې لوی ملي ائتلاف مشرتابه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د احتمالي کاندیدانو یو نوملړ جوړ کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به راتلونکو ټاکنو ته خپل کاندید معرفي کړي او ټینګار یې وکړ چې د ولسمشری نوماند به یې یوازې د لوی ملي ائتلاف له منځه وټاکل شي.
د ښاغلي مسعود په وینا، د لوی ملي ائتلاف په طرحه کې د ولسمشر لپاره درې مرستیالان او همداشان د لومړی وزیر لپاره هم درې مرستیالان په پام کې نیول شوي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال په وري یا حمل میاشت کې ترسره شي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۸ د وري یا حمل میاشتې ۳۱ مه نیټه ټاکلې ده.
 


د مطلب کود: 173714

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173714/افغانستان-لوی-ملی-ائتلاف-راتلونکې-ولسمشریزو-ټاکنو-لپاره-احتمالی-کاندیدانو-نوملړ-جوړ-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com