دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 173714
افغانستان لوی ملی ائتلاف راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو لپاره احتمالی کاندیدانو نوملړ جوړ کړی دی
د افغاستان د لوی ملي ائتلاف غړی او د ولسمشر غني پخواني سلاکار احمد ضیا مسعود د راتلونکو ولسمشریزو تاکنو په اړه د ائتلاف پرېکړه اعلان کړه.

نوموړی نن په کابل کې د یوه خبرې ناستې پر مهال وویل، چې لوی ملي ائتلاف مشرتابه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د احتمالي کاندیدانو یو نوملړ جوړ کړی دی.
هغه زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به راتلونکو ټاکنو ته خپل کاندید معرفي کړي او ټینګار یې وکړ چې د ولسمشری نوماند به یې یوازې د لوی ملي ائتلاف له منځه وټاکل شي.
د ښاغلي مسعود په وینا، د لوی ملي ائتلاف په طرحه کې د ولسمشر لپاره درې مرستیالان او همداشان د لومړی وزیر لپاره هم درې مرستیالان په پام کې نیول شوي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال په وري یا حمل میاشت کې ترسره شي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ۱۳۹۸ د وري یا حمل میاشتې ۳۱ مه نیټه ټاکلې ده.
 
https://avapress.com/vdcizpaz5t1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته