دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 173716
تخار ولایت کې یو نښتې په ترڅ کې ملی اردو ځواکونو او وسله والو مخالفینو ته درنه مرګژوبله اوښتي
د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د یوې نښتې په ترڅ کې یې د ملي اردو ځواکونو او وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ملي پوځ پر یوه مرکز برید وکړ چې له په پایله کې یې د ملي اردو ۱۲ سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د تخار امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر وایي پېښه د کندز اوتخار ترمنځ په خواجه غار ولسوالی کې رامنځته شوې ده.
خو یوه بله امنیتي سرچینه وایي، په دغه برید کې د ملي اردو ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۷ نور تپيان دي.
بلخوا د تخار امنیه قوماندان وایي د نښتې په ترڅ کې شاوخوا ۲۰ وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تخار د افغانستان په شمال ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې د ځینو ولسوالیو امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
 
https://avapress.com/vdca6en6i49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته