دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 173717
جاغوري ولسوالی څخه وسله وال طالبان په شا تمبول شوي
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي تائیدوي چې د دې ولایت له جاغوري ولسوالی څخه وسله وال طالبان په شا تمبول شوي دي.


چارواکي زیاتوي، چې له مرکز څخه مرستندویه او تازه دمې ځواکونه رسېدلي دي او د ولسوالی په مربوطاتو کې یې دا مهال چاڼیز عملیات دوام لري.
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وایي، چې تېره شپه خال خال نښتې روانې وې خو وسله وال طالبان له یاد ولسوالی څخه په شا تمبول شوي دي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي، چې د نښتې په ترڅ کې شاوخوا ۳۹ وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو د افغان ځواکونو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو سیمه ییزو چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې د نښتې په لومړنیو ساعتونو کې یې د پولیسو درې سرتېري ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcb8fb8zrhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته