کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاغوري ولسوالی څخه وسله وال طالبان په شا تمبول شوي

17 عقرب 1397 ساعت 17:57

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي تائیدوي چې د دې ولایت له جاغوري ولسوالی څخه وسله وال طالبان په شا تمبول شوي دي.




چارواکي زیاتوي، چې له مرکز څخه مرستندویه او تازه دمې ځواکونه رسېدلي دي او د ولسوالی په مربوطاتو کې یې دا مهال چاڼیز عملیات دوام لري.
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وایي، چې تېره شپه خال خال نښتې روانې وې خو وسله وال طالبان له یاد ولسوالی څخه په شا تمبول شوي دي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي، چې د نښتې په ترڅ کې شاوخوا ۳۹ وسله وال وژل شوي دي.
امنیتي چارواکو د افغان ځواکونو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو سیمه ییزو چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې د نښتې په لومړنیو ساعتونو کې یې د پولیسو درې سرتېري ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 173717

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/173717/جاغوري-ولسوالی-څخه-وسله-وال-طالبان-په-شا-تمبول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com