د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه غونډه پرانیستله او وې ویل چې دی هیله من دی چې په دې غونډه کې د افغان سولې په اړه جدي او رغنده خبرې وشي.
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیالان او یو شمېر غړي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عباس ستانکزي په ګډون د طالبانو سیساسي استازي په دغه غونډه کې ګډون لري.
د دې ترڅنګ د سیمې د مهمو هېوادونو استازي او د امریکا متحده ایالتونو استازی هم په دغه غونډه کې حضور لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرت پولادینو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په مسکو کې د متحده ایالتونو د سفارت یو استازی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړی زیاته کړه، چې له افغان حکومت سره په سلا او همغږی یې د سفارت استازی دې غونډې ته استوي.