دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 173734
د کندهار دهلې بند بیارغونې او احیا تفاهم لیک د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت لاسلیک شوه
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي، د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د کندهار د دهلې بند د بیارغاونې او احیا تفاهم‌لیک پرون د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد تفاهم‌لیک د جمهوررئیس ستر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست ډاکتر محمدهمایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس شبهم چوهدري او د اسیا پراختیایي بانک رئیس سمویل تومیوا لاسلیک کړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۰ د اسیا پراختیایی بانک (ADB)د کندهار د دهلې بند د ارتفاع لوړولو د ډيزاین لپاره  ANZDEC او افغان‌ترین ګډو کمپنیو سرهقرارداد وکړ چې د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۳۱ نېټه به پای ته ورسېږي او لګښت یې چې ۴۰۰میلیون امریکایي ډالر کېږي چې د اسیا پراختیایي بانک او نړیوال بانک یې تمویلوي
د جمهوري ریاست دفتر له مخې، د کندهار د دهلې بند د جوړولو چارې په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي چې په لومړي پړاو کې د بند کاسه ۱۲ مترو ته لوړېږي چې له دې سره به یې د اوبو د زېرمه کولووړتیا له ۲۹۸ میلیون متر معکب څخه ۷۹۸ متر مکعب اوبو ته لوړه شي.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي، چې دویم پړاو یې د ځمکې او کروندو خړوبول دي چې ۲۰ زره هکتاره نوره ځمکه به خړوبه کړي، په درېم پړاو کې د کندهار ښار او ورڅېرمه کلیو ته د څښاک اوبو رسول تامینېږي او په څلورم پړاو کې د ۲۴ میګاواټه  برېښنا تولید دی چې دکندهار ښار ته به ووېشل شي.
 
https://avapress.com/vdcaeen6y49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته