دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 173759
انټرفاکس: د طالبانو ډله وایي، له کابل سره مستقینو خبرو ته چمتو نه دي
د وسله والو طالبانو يوه استازي په مسکو کې ويلي چې د افغانستان له حکومت سره لا هم مستقيمو مذاکرو ته چمتو نه دي.

د وسله والو طالبانو يو استازى وايي، دوى د افغانستان له حکومت سره مستقيمو خبرو ته نه دي حاضر.
انټرفاکس اژانس د دې ډلې د مرکچي هيئت د مشر شېر محمد عباس ستانکزي خبرې را اخيستي چې د مسکو د پرونۍ غونډې له پاى ته رسېدو وروسته يې ويلي، دوى د افغان حکومت پرځاى د امريکا له متحدو ايالتونو سره مستقيم مذاکرات غواړي.
د مسکو په پرونۍ غونډه کې د روسيې لپاره د امريکا د سفارت يوه استازي هم برخه درلوده.
د سولې عالي شورا چې استازي يې په پرونۍ غونډه کې حاضر وو، د دې غونډې نتيجو ته هيله منده ده.
د دې شورا وياند سيد احسان طاهري له مسکوه ازادي راډيو ته وويل، برخه والو هېوادونو له طالبانو سره د مستقيمو خبرو ملاتړ څرګند کړ.


د مسکو غونډې ته د افغانستان ګاونډيو هېوادونو له دې جملې چين، ايران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان هم خپل استازي ورلېږلي وو.
د افغانستان حکومت وايي، په دې غونډه کې د سولې عالي شورا د يوه خپلواک بنسټ په توګه برخه اخيستې وه.
په پام کې وه چې د مسکو غونډه چې د افغان حکومت استازي هم ورشي، په سپټمبر مياشت کې جوړه شي.
خو د افغان حکومت د اعتراض له کبله چې وايي، د سولې پروسې مشري او مالکيت بايد د افغانانو په لاس کې وي، دغه غونډه وځنډول شوه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmxnzw23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته