دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 173772
ولسمشر غنی: سالنګ د بیا رغولو له امله وتړل شو
ولسمشر محمد اشرف غني وایي سالنګ به د بیارغاونې له امله وتړل شي او بدیله لاره به یې دوشي ــ بامیان او پروان ــ بامیان وي.

نوموړی دغه څرګندونې تېره ورځ د بامیان ولایت له نظامي او امنیتي چارواکو سره د کتنې پر مهال وکړې.
د ارګ ماڼی له مخې، په بامیانو کې د سړک جوړولو د پروژو کار په چټکۍ سره جریان لري، خو د بامیانو اوسیدونکي د غوربند ــ جلرېز لوېې لارې په اږدو کې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي او دفاعي مسئولین څرګنده کړه، چې د بامیانواوسیدونکي د امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي او د دغه ولایت د سیمه‎‎ییزې ادارې او پولیسو ترمنځ همکاري او همغږي موجوده ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته لارښوونه وکړه چې بامیانو ته د غځېدلو لارو امنیت ته دې پاملرنه وکړي او ټینګار یې وکړ د بامیانو اوسیدونکي او سوداګر باید په تګ او راتګ کې خوندي وي.
هغه زیاته کړه، سالنګ به د بیارغاونې له امله وتړل شي او بدیله لاره به یې دوشي ــ بامیان او پروان ــ بامیان به وي، له همدې امله لویې لارې له ځانګړي امنیت څخه برخمنې دي.
 
https://avapress.com/vdccm1qsi2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته